دځواکمن قلم او ادب خاوند ارواښاد استاد محمد دین ژواک
انجنیرعبدالقادر مسعود انجنیرعبدالقادر مسعود

په دغه لیکنه کې د یو داسی نامتو او د درناوې وړ شخصیت په هکله خبری کوم ، چې دی یو ادیب ، شاعر، ژورنالیست ، محقق، څیړونکې ، سیاست پوه و، او د  پښتو ادب او فولکلور په برخه کښې د یو خوږ ژبی ،  دروند ، پوخ او نامتو لیکوال په  توګه  ځلیدلې دی ، او د ده نوم  په  کلتوري  او فرهنګي چارو کې ځلانده او نه هیریدونکې  دی. دا خود رویه ، غوړیدلې ګل

اوفرهنګي څیره ارواښاد استاد محمد دین ژواک دی.                                                  

                                                                                                                                                                                          

استاد ژواک  صیب  په (۱۲۹۵ ) لمریزکال  په  کندهار کې  زیږدلې دی .  د ژواک صیب د شعرونو،  لیکنواو افکارو سره زموږ زیاتره لیکوالان ، ادبي او فرهنګي څیری آشنا دي. دی د پښتو او دري ژبو یو تکړه، غښتلې او پوخ لیکوال و، او د ده لیکنی د پښتو د ادبي نثرونوپه څیړنه کې یوه ارزښتناکه  شتمنی  ده ، او د پښتو د ادبیاتو په تاریخ کښې د قدروړ ځای لري . دی د یو څانګړي سبک خاوند و.                                                                          

  آستاد ژواک صیب  همدارنګه  د ادبي نثر تر څنګ د  پښتو ژبې  د  ودې  لپاره ، او د پښتو ژبپوهنې او ګرامر پوهنې په  برخه کې او همدا  ډول د فولکلور او فولکلور پوهنې په هکله ډیرې هڅې کړې دي، چې د دی زیار او هڅو له کبله ده (څیړنملۍ) علمي او اکادیمیک لقب ترلاسه کړې دی. د ده ادبي لیکنې ډیری په زړه پورې ، خوږې اودرنې دي. دی یو ادبي نثر لیکونکې و، او په  ادبي نثر کې   د تصویر نګاري  په  فن کې  یو  وارد  انسان و. د  ده  په خوندورو لیکنو کې پاک، سپیڅلې او ملي احساسات په ډیر عالي توګه څرګند  شوي  دي. هر چاچې د ده لیکنې ویلې او اوریدلې دي نو خامخا په ده باندی یې ډیر ژور اغیز کړې دی.    

(استاد عبدالله بختاني خدمتګار) چې زموږ  د هیواد یو دروند، نامتو ادیب ، شاعر، لیکوال او څیړونکې دی په خپله یوه لیکنه کې د ژواک صاحب په هکله داسی وایي :                      

(د څیړنمل ژواک بدیعي ادبي نثرډیرعالي دی، په ډیروبرخوکښي یې یوه مرکزي ایډیه پیچلې

او نغښتې  ده ، ښکلي او ابتکاري  دی ، دغه لیکوال په  دې  لیکنو کښي  ډیر عاطفي او کله هیجاني غږیږي ، په وینا کښي له دقت سره، شور، مستي ، احساسات، او هیجانات لري. په

 پای کښي  خپل لوستونکي د اعجاب او حیرانتیا په داسي یو مقام  دروي چي پر چا آفرین یا

نفرین ووایي، یا وژاړي او یا وخاندي.)                                                                 

استاد ژواک صیب په خپل ژوند کې ډیری لوړې ژورې لیدلی او ډیری ترخې ګاللي دي.   

ده دخپل هیواداووطنوالوسره مینه اومحبت درلود، اود هیواد د سوکاله حالاتواود وطنوالو د

خوشیو سره خوشحاله و، او دهیواد د ستونزو او کړکیچن حالاتو سره او د وطنوالو دغمونو

اودردونو سره غمجن کیدو او اوښکې تویولي، او د خپل زړه دردونه یې په خپلو لیکنو کې

څرګندول. ده په خپلو لیکنو کې د هیواد د ټولنیزو  پیښو تصویرونه په واقعي او ریښتیا او

 عیني ډول څرګند او بیان کړې دي.                                                                     

دی دخپل هیواد د طبیعي او ټولنیز چاپیریال محصول دی، همدغه وجه ده چې د ده زیاتره

لیکنې د هیواد د پیښو او ټولنیزو نا خوالو حالاتو څرګندوی دی.  ده دغو ټولو حالاتو سره مبارزه وکړه او د صبر، تحمل ، او زغم  لاره یې پراخه  کړه او خپلې  لیکنو ته  یې  دوام

 ورکړ.                                                                                                       

ژواک صیب یو مهربان ، متواضع او زړه سواندې او دپراخې حوصلی خاوند انسان و.  

 ده له خپلو دوستانواویارانوسره ډیره مینه لرله،اوپه ځانګړي توګه ده د ځوانانوداستعدادونو

د روزنې او پالنې لپاره زیاته پاملرنه کوله.                                                          

ژواک صیب د پښتو ژبې د ودې لپاره ډیرهنري اوفرهنکي خدمتونه کړې دي، او په ډیرو

علمي سیمینارونو ، ادبي او فرهنګي غونډو کې د هیواد د ننه او بهرفعاله ونډه اخیستي ده.

دی د پښتو د ادبي نثر دشعرونو ، او هنري داستانونو په برخه کې یو ځانګړې سبک لري

، او د پښتو د ادبي نثر یو پوخ  لیکوال ګڼل کیږي ، همدا  وجه  ده  چې  زیاتره  ادیبان او

 فرهنګیان د ده دغه مقام ستایي. د ده  ادبي او فرهنګي شخصیت نه یوازی  په هیواد کښې

د ننه بلکه د هیواد نه بهر هم د لیکوالانو له خوا په ډیر عالي ډول ستایل شوې دی.        

ژواک صیب یو شمیر ادبي، فرهنګي او تاریخي آثار لیکلي دي چې د قدر وړ دي لکه :  

ویراوتصویر، افغاني حماسه ، پښتني سندرې، پرونۍ هینداره، پښتومتلونه، شمع فروزان، رمزو راز او د افغاني موسیقي کتاب او داسی نورې لیکنې.                                    

ژواک صیب په خپلو آثارو کې زموږ د  پښتو ادب تاریخ  بډای او پیاوړۍ کړی د ي.دایو

څر ګنده حقیقت دی، چې موږ دیو لیکوال ، ادیب، شاعر، محقق، ادبي، فرهنګي، سیاسي

او تاریخي شخصیت  د دوی په آثارو کې او د دوی په څیړنو کې لټولۍ او موندلۍ شو.   

د ژواک صیب آثاراو لیکنې هم د ده د ادبي او فرهنګي شخصیت شکارندوی دي ، او د ده

آثاراو ادبي لیکنې د ټولو ادبي اوفرهنګي څیرو لپاره چې د خپل لرغوني او سپیڅلي هیواد سره مینه لري ډیری په زړه پوری دی،اود ده شخصیت به لکه دادب نورستوري هروخت

روښانه وي.                                                                                               

آغلې ( زرغونه ژواک عطا ) چې زموږ دهیواد یوه تکړه، پیاوړې اونامتواد بي اوفرهنګي

څیره ده، اود رادیو او تلویزیون یوه خوږ ژبې ویانده وه او ده په خپله یوه لیکنه کې د استاد

ژواک صیب د پوره پیژندګلوي لپاره داسی وایي :                                                   

 

استاد محمد دین ژواک د ارواښاد غلام محی الدین خان زوی په (۱۲۹۵ لمریز) کال کې د

پخواني خشک آوې یا (دامان) او اوسنۍ ډنډ ولسوالۍ پوري اړوند د روربات په کلي کې  

زیږیدلی دی، لومړنۍ زدکړې یې په خصوصي ډول وکړې، د ځوانۍ په لومړیو وختو کې

یې په کندهار کې  د دارالمعلمین د مستعجل کورس تر لوستو وروسته په (۱۳۱۶) لمریز

کال کې د ډنډ ولسوالۍ په ښوونځي کې ښوونکی شو، په (۱۳۱۸) کال کې کابل ته ولاړی

او هلته په نجات یا اوسنۍ اماني لیسه کې د ادبیاتو ښوونکې وګمارل شو، په (۱۳۲۶) کال

کې د ملي دفاع وزارت د پښتو سرمفتش وټاکل شو او په (۱۳۳۰) کال کې د پښتو ټولني یا

اوس د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ( زیري ) اخبار مرستیال وټاکل شو.                      

په (۱۳۳۱) لمریز کال کې د  پښتو او قواعد و د صرف و نحوي د څانګي مدیر شو او په

(۱۳۳۲)کال کې د ادبیاتو د مد یریت دنده ور په غاړې شوه. په (۱۳۳۴) کال کې د کابل

مجلې مسؤل و ټاکل شو او هم یې بیا د پښتو ټولنې د مسلکي غړي په  توګه کار کاوه.    

  استاد محمد د ین ژواک  د همدغو کلونو په ترڅ کې د  ويښو زلمیانو  په غورځنګ کې 

کارنده ونډه لرله.                                                                                        

ارواښاد ژواک  ډیر کلونه په راډیو افغانستان کې د پښتو لوست په  مخامخ  توګه وړاندې

کاوه.                                                                                                       

د استاد ژواک څیړنیز آثار:                                                     

 

د پښتو د انګریزي ګرامر پرتله چې کابل مجلې خپور کړې دی.                              

د توان وروستۍ شپه ، چې هغه وخت طلوع افغان ورځپاڼي خپور کړې دی.             

(مات ښانګ) په پروان ولایت کې (پروان) ورځپاڼي خپور کړې دی.                      

د ادبي مکاتبو ټولګه یې هغه وخت ژوندون مجلې خپره کړې ده.                             

همدا ډول استاد په هغه وخت کې دپښتو لوست کتاب د څلورمو ټولګیو لپاره لیکلی و.   

بیا یې لس کاله د پښتو ټولني د ( زیري ) جریدې مسؤلیت ته اوږه ورکړې وه، چې هلته

یې د ( زوړ باب او نوي وخت) افسانو، ادبي تیوریو اومکتبو ، ګپ شپ ، کور او کهول

تر سر لیکنونو لاندي لړۍ پرله پسې خپرې شوي دي.                                         

همدارنګه استاد ژواک په سلهاوو نور علمي او څیړنیز آثار د هیواد په رسنیو کې خپاره

 کړي دي.                                                                                                 

شعراو شعریت یې بله لیکنه ده. دداستانومجموعې یې (پرونۍ هینداره)ده.ویراوتصویر

افغاني حماسه او د دري شعرونوټولګه يې د(شمع فروزان) په نامه خپاره کړې دي،  او

د ژوند  په ورستیو کلو کې یې د ( رمزاوراز ) لومړۍ او دوهمه برخه د موسیقي کتاب

 لیکلی او خپور کړې دی. په کار ده چې د هیواد  ځوان  لیکوال دې دورې  پر لیکنو او

څیړنوباندي تحقیق وکړي، ځکه چې په دوره کې استاد ژواک دلیکوالوهغه د زړه خواله

او لیکني په زیري جریده کې په خورا جرءت  خپرولې ،چې په نورو رسنیو کې یې چا

د خپریدو زړه نه شوکولای او په دې تړاواستاد څو وارې د وخت د چارواکو له خوا تر

فشارونو لاندې هم راغلی دی. د بیلګي  په  توګه  استاد  په تهران کې د  یونسکو له خوا

جوړي شوي  یويې علمي غونډي  ته بلل شوی و، جې دسفر په ورځ په کابل هوایي ډګر

 کې راوګرځول شو اوله سفره پاته شو. خودا ډول فشارونو استاد له خپلي تګلاري څخه

وانه ړولای شو. استاد خپل ځانګړی ټولنیز نظرلید درلود، ده هر کله هیواد پال او مثبت

سیاسي ځواکونه تاییدول، د غیري ملي اوغیر وطني تګلارو ټیکه دارانیې انتقادول. دی

دی د یوه مثبت او ناتړلې سیاستپوه په توګه دهیڅ سیاسي جریان یا ګوند غړی نه و. خو

د ټولو وطنپالو او رښتینو سیاسي جریانونوپه څنګ کې یې پر هر ګام د افغانستان دملي

یووالي ، ټولنیز اقتصادي پر مختګ او د افغان ملت  د  فرهنکي او تاریخي  ویاړونو د

ساتني لپاره خپل ټول توان او انرژي وقف کړې وه.                                            

استاد دهیواد پرخپلواکۍ مین او بشپړه عقیده یې لرله، چې د افغانانو ګډ کورخپله افغانان

جوړولای شي او دا حق باید هیڅ پردي او باندني ځواک ته ورنکړل شي.                

استاد ژواک په (۱۳۵۲) لمریز کال کې له خپل قانوني عمر څخه مخکي تقاعد کړه شو.

خو استاد بیاهم آرام نه کښیناست بلکي د ژوند تر وروستیو شیبو پوري یې په خپل هیواد

کې د ننه او د باندي د لیکلو څخه لاس وانخیست.                                                

د استاد ژواک میرمن آغلې عایشه ژواک نومیده، پنځه اولادونه ور څخه پاته دي چې د

لوړو زدکړو څښتنان دي. دوه یې زامن دي چې یو یې ریدی ژواک دی چې دا مهال په

 خارکوف کې اوسي او بل یې پسرلی ژواک  په ناروې کې اوسي. درې یې لوڼي دي : 

زرغونه ژواک عطا  او ملالۍ  ژواک جواد  په  آلمان کې ، او نازو  ژواک سربلند په

  هالند هیواد کې اوسي. خدای بخښلی استاد ژواک د (۱۹۹۷ )ع کال داګست پر اوولسمه

په آلمان کې د زړه د ناروغۍ له کبله سترګې پټي کړې.                                       

ارواښاد ژواک صیب د خپل ژوند په ورستیو کلونو کې د رمزاو راز اثر دوهمه برخه

بشپړه او ولیکله، چې د دغی کتاب څخه مو یوه ادبي ټوټه په نام دی( ما وژړل ) غوره

کړې تاسو ته یې وړاندی کوم.                                                                      

 

ما وژړل!                                 

 

نن ما وژړل- دومره ډیر لکه پر ما چې په ژوند کښې پر غمونو دژړلو لوی پورلا پاتې

 وي مګر؟!                                                                                                

ته خو پوهیږې  چې ما ستا په جهان کښې هلته چې پسرلي د دښت د لمنې ډکولو غاړه  

  په ګلونو خلاصه کړې وي.                                                                           

هلته چې د اوریځو شوخۍ د سیند د آرامو اوبو پر مخ د لیونۍ نڅا واری تیر کړی ؤ.    

هلته چې سپینې واورې د جګو غرونو دسر د سپینې بګړۍ دولونود پیچلوپت ساتلی وي.

هلته چې د ګڼو ځنګلونود ونود ځانګو په منځ کښې د رنګینومرغیو د ځالې جوړولوخواله

نه وه سپمول شوې.                                                                                     

هلته چې د مور د سترګو څخه د خپل نازولي بچي و سترګو ته د نازد ټالونو د للو للوست

لا نه وه پاتې شوی.                                                                                      

هلته چې د سپین سحر د وړانګو هیلې د خوشۍ د امیدوارو سترګو د پاره پلټنه د نا امیدۍ

د بیرې څخه سپمولۍ وه.                                                                              

ما پور ادا کړی دی. د ژړا دهغې ژړا چې ستا دورکې د پلټنې په ویرما پر ځان پورباله.

هلته چې د بیخبرۍ بیه تورې شپې په توره لمن کښې د آرام خوب ارمان لانه پیژانده اوما

د خوښۍ د جهان د مړو څخه بییګانه توب د خپل لیونتوب د مزله لومړی پړاو باله.      

هلته چې د عقل پرپله روان به د روږد جهان سره ماته د بیګانه  په نظر کتل او ما به ستا

دور کې د لټون په غم د اوښکو پور ادا کاوه.                                                      

هلته چې د شپې آرامتیابه یوازې د رڼوستورو په رالیږلوخپلې مشغولتیا ته دآرامۍ ست او

سلامنله، ما به د ژړا- په پټه د ژړا پور ادا کاوه. ما ژړل او د ژړا د تسل اشنایي به مې د

ستړي زړه ملګرې وه ما ژړل- ژړل مې او د ژوند د غمونو پور مې ادا کړی دی.      

اې  زما په پټه ژړا خبره !  نو ته نور زما د  لټونې د درد  تسکین  زما د  ستړي  زړه  د

 وروستیو څاڅکو رڼې مرغلرې مه بوله، ما پور ادا کړی دی او د ژوند یوازینۍ د تسل 

هیله مې دغه ده!                                                                                         

آلمان بنزهایم                                                      

دستمبر (۱۹۹۶)                                                  

 

اروا دې یې ښاده او یاد دی یې تل ژوندې وې             

 

په ډیر درنښت                                                           


May 28th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان